۱۳۹۴ دی ۲۰, یکشنبه

د کندهار کانونه او پر وړاندې یې پرتې ستونزې


کندهار د هېواد په سوېل کې له هغو ولايتونو څخه دى، چې د قېمتي توکو پراخ کانونه لري، خو ستونزه دا ده، چې د لته د پر له پسې نا امنيو له امله د کانونو د تثبيت په موخه سروېګانې او څېړنې نه دي شوي او نه يې هم په مسلکي توګه د استخراج هڅې شوې دي.
بل خوا د کندهار د معادن او صنايعو چارواکي وايي، چې نا امني او خپلسري سبب شوې ده، چې په دغه ولايت کې  تر يو شمېر کانونو پورې د زور واکو لاسونه ورسېږي او په ناقانونه توګه کيندنې وکړي.
د کندهار کې د شته د کانونو په اړه، د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي د جيولوجې د څانګې استاد انجنير شېر شاه رشاد وويل، چې په دغه ولايت کې درې ډول کانونه شته، چې کريمه احجار، نجيبه فلزات او ساختماني مواد پکې شامل دي.
هغه زياته کړه، د کندهار په شمال، شمال ختيځ او شمال لويديځ برخو کې ډېر کريمه احجار او نجيبه فلزات شتون لري، چې کلونه وړاندې تثبيت شوي دي.
دى وايي، د انګرېزانو په دوره کې وايټر بيليو د کندهار ولايت شمالي برخې ته سفر کړى او په خپل يادښت کې يې په دغه سيمه کې د طلايي کانونو يادونه کړې ده.
د نوموړي په وينا، د يو شمېر اسنادو پر بنسټ دکندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د اوسپنې او مرمرو ډېر کانونه شتون لري، خو په دې اړه نه کومه رسمي سروې شوې او نه هم استخراج.
رشاد دغه راز وويل، د کندهار له شمال ختيځ څخه تر شمال لوېديځ پورې د مګني تيت په نوم د يو ډول پيازي رنګه لعل کان شته، چې په ښځينه ګاڼو کې کارول کېږي.
هغه زياته کړه، د دې سيمې د جيولوجيکي نقشې جوړولو په موخه لومړى انګرېزانو د زابل له کلات ښار څخه تر هلمند ولايت پورې څېړنې وکړې، وروسته بيا فرانسويانو له ١٩٥٦ څخه تر ١٩٦٠ زېږديز کال پورې دغلته څېړنې وکړې، چې اسناد يې په پلازمېنه کابل کې د کانونو او صنايعو په وزارت کې پراته دي.
دى وايي، اوس هم د هېواد په شمالي برخو کې يو شمېر جيولوجيستان د کانونو د تثبيت په موخه څېړنې کوي، خو کندهار چې د هېواد دويم لوى ولايت دى، دغه راز چارې پکې په ټپه ولاړې دي.
رشاد پر ځايي دولتي چارواکو هم نيوکه وکړه، چې مرکزي دولت يې نه دى اړ ويستى، چې په کندهار کې شته کانونه استخراج کړي، تر څو هم اقتصادي ګټه تر لاسه شي او هم په زرګونو ځوانان په کار ولوېږي.
په کندهار کې د کانونو او صنايعو رئيس انجنير محمد نبي صديقي هم وايي، چې په کندهار کې د کانونو پراخې زېرمې شته، خو د نا امنيو له امله يې نه د تثبيت څېړنې شوې او نه يې د استخراج لپاره کوم کار شوى دى.
هغه په کندهار ښار او يو شمېر سيمو لکه ميوند، نېش، معروف، دره نور او ښوراندام کې د قېمتي ډبرو لکه مرمر، د ډبرو سکاره، فلورايډ او کروميټ کانونه شتون لري.
نوموړي زياته کړه: ((د دې تر څنګ په کندهار کې د سمينټو ٨٠ سلنه کانونه شته، که په دې برخه کې کار وشي، نو نه يوازې کندهار بلکې ټول هېواد به پر خپلو سمينټو بسيا شي او د نورو هېوادونو سمينټو ته هيڅ اړتيا نه پيدا کېږي.))
خو هغه دا هم وويل، چې پر له پسې نا امني سبب شوې، چې په ځينو سيمو کې زورواکان په ناقانونه توګه کيندنې وکړي.
دى وايي، يو شمېر کړۍ د کندهار د دامان ولسوالۍ په ښور اندام سيمه کې په خپل سرې توګه کيندنې کوي، چې په دې اړه ولايت مقام تر لسو ډېر مکتوبونه لېږلي، خو تر اوسه د دې کار مخنيوى نه دى شوى
هغه وويل، د معلوماتو پر بنسټ د کندهار په بېلابېلو سيمو کې د ډبرو سکاره هم موجود دي
د ده په وينا، که په کندهار کې د ډبرو سکاره او نور معدنونه را وويستل شي، نو دالته به د برېښنا ستونزه هواره شي او دغه راز به د پاکستان او ايران پر سمينټو تکيه کمه شي.
د کندهار والي داکتر همایون عزیزی هم وايي، چې دالته د زېرمو را ايستل کولاى شي، په دغه ولايت کې د نورو ستونزو د حل کولو تر څنګ د برېښنا ستونزه هم په بشپړه توګه له منځه يوسي او د ډبرو د سکرو په مرسته کندهار له تلپاتې برېښنا څخه برخمن شي.
هغه دغه چاره په دې ولايت کې د نورو فابريکو د پرانيستې لپاره هم مهمه وګڼله او ويې ويل، چې د کانونو له استخراج سره پانګوال په هماغو برخو کې نوې فابريکې پرانيستلى شي، چې له مخې به يې په بېلابېلو برخو کې زرګونو بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

قدرت الله کامران، واحد تحقیق و ارزیابی افغانستان

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر