۱۳۹۴ شهریور ۲۴, سه‌شنبه

په معادنو کې کارګر ماشومان

د "راوا" د ویبپاڼې څخه اخیستل شوی
پر ماشومانو کار د نړی په ټولو هیوادونو کې یا منع دی او یا هم د ځانګړو شرایطو په پام کې نیول سره تر سره کېږي.ماشومان د خپل ارزښت له پلوه د نړی تر پوره غور او پام لاندې دي، په همدې توګه د ماشومانو کار ته په نړیوالو اسنادو (پریکړه لیکونو او کنوانسیونو) کې هم اشاره شوې ده.[1] [2] په افغانستان کې د ننه هم د ماشومانو حقونو ته په قوانینو کې ځای ورکړل شوی او  لږ تر لږه د دوی حقونه يا په پوره او یا هم په ناقص ډول په پام کې نیول شوي دي. خو دا چې آیا دا حقونه د عمل په ډګر کې په کې نیول شوي او هم ندي نیول شوي، بیله خبره ده. د ځوانانو د پالیسۍ سره سم، هر هغه څوګ چې د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لري، ماشوم ګڼل کېږي، او د دوی د کار لپاره باید ځانګړې او مشخص تدابیر په پام کې ونیول شي. د یادو تدابیرو څخه د افغانستان د کار په قانون کې پدې توګه یادونه شوې ده؛ داره مکلفه ده د روغتیایي مراجعو د نظر یې مطابق، د تنکي ځوان د فزیکي توان او د روغتیايي حالت څرنګوالی تشخیص او تثبیت کړي او د هغه شغل او دنده وټاکي"[3]. خو له بده مرغه دا قوانین هیڅ ډول په پام کې نه نیول کېږي او د ماشومانو څخه په ډیر ناوړه ډول ګټه اخیستل کېږي.
افغانستان چې شاوخوا د ۱۶ میلیونه ماشومانو (تر ۱۵ کلونو کم) کور دی، یوازی ۹ میلیونه يې زده کړو ته لاسرسی لري[4] او پاتې نور یې د زده کړو څخه محروم دي. د رپوټونو پر بنسټ په هیواد کې ۳۰ سلنه ماشومان په کار بوخت دي[5] چې ډیر شمیر یې شاقه او درانده کارونه تر سره کوي. پدوی کې ګڼ شمیر په زده کړو بوخت ماشومان هم په درندو کارونو بوخت دي او د اقتصادي ناخوالو له امله له ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د بشري حقوقونو خپلواک کمیسیون د رپوټ پر بنست، په هیواد کې هغه کارګر ماشومان چې په دندو بوخت دي، ۲۹.۱ سلنه یې د کار له امله د ناوړه صحې ستونزو څخه رنځ وړي[6]. له بل پلوه د ځینو صحي نورمونو سره سم د ۱۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ ماشومان اجازه لري چې په اونۍ کې یوازې ۳۵ ساعته کم وزنه کار تر سره کړي[7] خو زمونږ د ژوند حقیقت او شرایط بیل دي. 
د افغانستان د روڼتیا څار، څیړنې دا په ډاګه کوې چې په معادنو کې ګڼ شمیر ماشومان کار کوي چې شمیر یې تر زرو کسانو اوړي. دا ماشومان په ډیرو ناوړه شرایطو کې په کار بوخت دي چې ډيری یې په هغه معادنو کې چې په غیر قانوني ډول استخراجیږې، کار کوي. په یادو معادنو کې نه د ماشومانو او نه هم د نورو کارکوونکو لپاره کوم خاص تدابیر په پام کې نیول کېږي. په حقیقت کې دا کار کوونکې د زورواکو لخوا استثمار او په ناوړه توګه ترې ګټه اخیستل کېږي. د یادولو وړ ده چې د هغه ماشومانو لپاره چې په قراداد شویو معادنو کې کار کوي، هم کوم خاص تدبیر په پام کې ندی نیول شوي. د تخار ولایت د طاقچه خانې د مالګې کان، د هرات دکرخ ولسوالی د سکرو کان، د بامیانو د سکرو کان[8] او د دره صوف د سکرو کان، هغه بیلګې دي چې په پراخه کچه د ماشومانو څخه په ناوړه ډول کار اخیستل کيږي. د دې سره سره چې په معادنو کې د ماشومانو د ګمارنې د منع قانون طرح د افغانستان د سنا د مجلس لخوا تصویب شوه، خو د ماشومانو د ژغورنې لپاره کوم خاص ګا ندی اوچت شوي. له بله پلوه افغانستان په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د ماشومانو د حقوقو د دفاع د نړیوال کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړ[9] خو لاهم پدې اړه ټولې هوکړې د کاغذ پر مخ پاتې دي.
فقيري كورنۍ، د فقر سره د مبارزې او د اقتصادي فشار څخه د خلاصون په موخه خپل ماشومانو  د سختو شرایطو په منلو سره کار ته اړ باسي، خو له دې کبله ماشومان په جدي توګه زیانمنېږي او راتلونکې یې د ډیر ناخوالو سره مخ وي. دا نه یوازې پر کار کوونکي ماشوم، بلکې د دوي پر کورني وضعیت او په ټوله کې د هیواد په کچه لوې ستویزې زیږوي. علمی فقر، یادې کورني د اوږد مهاله اقتصادي فقر سره مخامخوي او د ماشومانو کار په اوږد مهال کې نه یوازې دا چې خپله کورنی ناوړه لوره ته بیاي، بلکې نورې ټولنیزې ستونیزې لکه اعتیاد، قاچاق، تبعیض، بیسوادي، نا امني، تاوتریخوالی او دې ته ورته نورې ټولنیزې ناخوالې هم را مینځته کوي.
په ځینو هیوادونو کې د مجرمینو یوه سزا، په کانونو کې کار کول دي خو له بده مرغه په افغانستان کې د عامو وګړو لپاره دا زیمنه نده برابره چې په کانونو کې د شته ناخوالو سره سره، دنده تر سره کړي. له بلې خوا د کانونو چارې - په غیر قانوني کانونو کې- داسې بی رحمه کسان پر مخ بیایی چې دوی په هیڅ ډول انساني او اخلاقي کرونو باور نلري او ماشومان دې ته اړ باسی چې د دوی د ګټو لپاره کار وکړي. د یادولو وړ ده چې د دې کسانو دا کړه وړه د اسلام سترپيغمبر حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم) د هغې وینا سره په ټکر کې دي چې وایي "له موږه نه دي هغه څوك، چې پرماشومان شفقت اورحم نه كوي"
په افغانستان کې که څه هم د دې ناخوالو د له منځه وړلو لپاره ځینو بنسټونو هڅی تر سره کړې دي[10] خو پدې هلکه د چارواکو لخوا، هیڅ ډول اقدام ندی تر سره شوی. همداراز د ماشومانو له حقوقو څخه د دفاع نړیوال کنوانسیون په افغانستان کې د ماشومانود خوندي کولو او د هغوی له حقوقو څخه د دفاع په هدف افغان دولت ته یولړ مهمې سپارښتنې کړي دي. دې ته ورته نورو بنسټونو هم ځینې رپوټونه نشر کړي دي او د ناخوالو د حل لپاره یې د چارواکو سره کتنې ترسره کړې خو د دې ناخوالو د مخنیوی لپاره پرله پسې او د پام وړ هڅې په کار دي. په دغو سپارښتنو کې ۶۱ موارده شامل دي، چې ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه، د تاوتریخوالي مخنیوی، سخت یا شاقه کارونه منع، د تبعیض مخنیوی او پر ماشومانو زورزیاتي کوونکو ته سخته سزا ورکول یې مهمې سپارښتنې دي                  .
د ماشومانو د ژغورنې لپاره تر ټولو د مخه د قانون او اړوند پالیسیو او مقرراتو پلې کیدل او په دوهم قدم کې د نړیوالو معیارونو په پام کې نیول ډیر مفید واقع کیدای شي. همداراز، پدې هکله هر اړخیزه اوږد مهاله کړنې چې وکولای شي د ماشاومانو ژوند ددې ناخوالو څخه وژغورې، ضروري ګڼل کېږي. پرته له دې د هیواد راتلونکې د لوی ناورین او ګواښ سره مخامخ کیدای شي.

مجاهد سنګریار په استخراجی صنایعو کی د ولسی څارنی پروګرام افسر






[3] د افغانستان د کار قانون، 128 ماده.
[6] کمیسیون مستقل حقوق بشر، وضعیت اطفال در افغانستان، ۱۳۹۲، ص- ۲
[7] ه ماشوم نه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي مشورتي رپوټ؛ نړیوال روغتیايي سازمان (جینوا)، ټولنیز تغیرات او رواني روغتیا، د زورزیاتی او ټپي کېدو مخنیوی، د ۱۹۹۹ کال د مارچ د میاشتې ۲۹ – ۳۱ مه، pp. ۱۳-۱۷.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر