۱۳۹۴ شهریور ۱۷, سه‌شنبه

د افغانستان د یاقوت د قاچاق میراثي لړۍ

دا په ډاګه شوې چې د هر هیواد طبیعي زیرمې د هیواد بډایه، ملي شتمني او با ارزښته پانګه ده. خو کله چې دا شتمني او ملي پانګه د خوندیتوب پرځای چور او تالان سره مخ شي، نو د هیواد او ټولنې په بیلابیلو برخو لکه: اقتصادی، سیاسی، ټولنیزو او نورو برخو کې په پراخه کچه ستونزې زیږوي، چې بیلګه یې د کانګو هیواد دی.
په افغانستان کې هم د څو لسیزو راپه دیخوا د قاچاق او خپلسرو کیندنو  له کبله د هیواد ګڼ شمیر طبیعي زیرمې د لوی ګواښ سره مخامخ دي. د دې زیرمو یوه بیلګه د یاقوتو قیمتی ډبرې دي چې د بهرنیو هیوادونو په بازارونو  کې په کمه بیه پلورل کېږي. د افغانستان د یچنشیر ولایت د جګدلک یاقوت چې نړیوال ارزښت لري، د ۱۶۳۷م څخه تر ننه په قاچاقې او غیر قانوني ډول د هیواد څخه بهر ته استول کېږي[1].
په تیرو څو کلونو کې له دې کان څخه بیلابیلو ډلو، وسله والو او زور واکو په شخصي ډول ګټه پورته کړې ده. ځینې ډلې په غیر قانونی ډول کیندنی کوي او امنیتی ادارو ته د بډو او باج ورکولو په بدل کي خپل قاچاق سرته رسوي. رپوټونه په ډاګه کوي چې وسله وال طالبان د جګدلک یاقوتو کان څخه هر کال ۱۶ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کوي[2]، چې دا په خپله د نامنیو ستر لامل بلل کیږي او په لویه کچه عواید د دولت د خزانې پرځای یوازې د ځانګړو ډلو په ګټه کارول کیږی.
د دې ډول ناقانونه کیندنو او قاچاق خساره د سیمی اوسیدونکي او ټولنه جبرانوي. د دغه سیمې ډیری ځوانان د کار او روزګار لپاره له هیواده بهر په خاصه توګه پاکستان ته د سختو شرایطو په منلو سره مخه کړي ده او یا هم په هیواد کې د ننه په ډ‌يرو شاقه کارونو بوخت دي. همداراز تر دې مهاله په جګدلک سیمه کې د اوسیدونکو لپاره د ژوندکولو هیڅ ډول اسانتیاوې لکه روغتون، ښوونځی، سړک، پارک، څښلو پاکې اوبه، بازار او داسې نور په سترګو نه لیدل کيږي. دې حالت ته په کتو سره د هر کان قانوني استخراج یوه تر ټولو د پام وړ موخه د کلیوالو سیمو پراختیا ده چې د استخراج په پایله کې له یوې خوا د دولت د بودجې د تقویې او له بلې خوا د ټولنې د پرمختګ او هم د ګڼ شمیر ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره وي.
د جګدلک یاقوتو د قاچاق سلسله د امیر شیرعلی خان او امیر دوست محمدخان تر واکمنۍ رسیږي او تر دې وړاندې په دربارونو کې د کارولو له پلوه د هندوستان مغول شاجهان پاچاه واکمنۍ ته په کې اشاره کيږي، چې له پروسس وروسته هندوستان، امریکا، لندن او نورو اروپایی هیوادونو بازارونو ته لیږدول کیده[3].
یاقوت چې په نړی کې ترې د ښکلا و تزئین لپاره ګټه اخیستل کېږي، د پام وړ اهمیت لري چې ځينې هیوادونه د دې لارې په لویه کچه عواید لاسته راوړي. حال دا چې د افغانستا ډیرې قیمتي ډبرې د پاکستاني ډبرو په نوم نورو هیوادونو ته لیږډول کېږي.[4]  د یادولو وړ ده چې د یاقوتو کالنی فروشات د نړی په سطح یو بلیون ډالر دي چې تر ټولو لوی واردوونکی یې د امریکا متحده ایالات ګڼل کېږي[5].
کله چې د هندوستان مغول پاچا شاجهان په کال ۱۰۰۹ م کې خپلې میرمنې لپاره د هندوستان په اګره سیمه کې د یوې ښکلې ماڼۍ د جوړیدو هوډ وکړ نو په پیل کې یی د جګدلک د قیمتی یاقوتو په کارولو شروع وکړه او د بشپړیدو چاري یې د ۱۷ کلونو په موده کې پای ته ورسیدي[6]، چې اوس مهال دغه تاج محل په هندوستان کې د اسلامی زړه راښکونکی ودانۍ په توګه یادیږي او د لیدونکو پام ځانته اړوي.
همداراز ویل کیږي، چې د انګلستان د ملکې تاج، د افغانستان له ياقوتو څخه جوړ شوى دى، همداراز امير تيمور هم په خپل دربار کې د دې هيواد له ياقوتو ګټه اخيستې ده[7].  پدې هلکه په څینو نورو تاریخی کتابونو کې هم یادونه شوې ده چې دا موضوع د دې مسئلې تاریخي ارزښت په ډاګه کوي.
یاقوت چې د قیمتي ډبرو د پادشا نوم خپل کړي[8]، تر الماس وروسته دوهم مقام لري چې یو قیرات یې د ۱۴۵۰ څخه تر ۲۷۰۰۰ ډالرو پورې ارزښت لري. دا ارقام په ډاګه کوې چې نور هیوادونه له دې لارې لويه ګټه تر لاسه کوي خو افغانستان چې د یاقوتو پراخې زیرمې لري، نشي کولای ترې ګټه واخلي. د دې کان د قانوني استخراج په صورت کې هم د وګړو لپاره د کار زمینه برابريږي او هم د هیواد د بودجې د پیاوړتیا لپاره یوه سرچینه جوړیدای شي چې دا کولای شي د افغانستان اتکا په نړیوالو مرستو تر یوه بریده راټیټه او د هيواد د ثبات او ټیکاو  په لړۍ کې مهم رول ولوبوي.


مجاهد سنګریار په استخراجي صنایعو کي د ولسي څارنې پروګرام افسر





[1] Minerals in Afghanistan. Gemstones of Afghanistan. 07.09.2015. page, 3
[3] W. hughes, Richard. The Rubies and Spinals of Afghanistan. Afghanistan. 02.09.2015.
[6] W. hughes, Richard. The Rubies and Spinals of Afghanistan. Afghanistan. 02.09.2015.
[7] Ibid
[8] Minerals in Afghanistan. Gemstones of Afghanistan. 07.09.2015. page, 3

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر